د بازارموندنې، عوایدو پراختیا او ورزشي پروګرامونو د جذب او سپانسرشیپ کارشناس
ریاست عمومی رادیو · کابل - ولایت کابل
دندې لنډیز: د راډیو او رسنیو لپاره د اعلاناتو، پروګرامونو او سپانسرشیپونو په موخه فعاله او ساحوي بازارموندنه ترسره کول، د نویو شرکتونو، سوداګریزو بنسټونو او برندونو پېژندل او جذبول، د ورزشي پروګرامونو د جذب او پراختیا لپاره د فرصتونو موندل، د ورزشي او نورو رسنیو پروګرامونو لپاره د سپانسرانو پیدا کول، له مشتریانو او سوداګریزو شریکانو سره د اغېزمنو اړیکو او مذاکراتو ترسره کول، او د رسنۍ د عوایدو په دوامداره توګه زیاتول.
وظیفوي صلاحیتونه او مسؤلیتونه؛ تخصصي دندې:
په ساحه او بازار کې د نویو شرکتونو، فابریکو، سوداګریزو مرکزونو، خصوصي پوهنتونونو، روغتونونو او نورو بنسټونو د موندلو او جذبولو په موخه د منظمو ساحوي لیدنو (Field Visits) او غونډو ترسره کول.
د اعلاناتو، راډیويي او خپرونو او سپانسرشیپونو لپاره د بازار څېړنه او د عوایدو نویو فرصتونو موندل.
د احتمالي مشتریانو، سپانسرانو او سوداګریزو شریکانو جامع او تازه ډیټابیس (CRM) جوړول او ساتل.
له احتمالي مشتریانو سره د مستقیمو لیدنو له لارې د راډیو او رسنیزو خدماتو، اعلاناتي کڅوړو او بیو په اړه پریزنټېشنونه او معرفي وړاندې کول.
د مشتریانو د اړتیاوو او بودجې له مخې د مناسبو اعلاناتي او سپانسرشیپي وړاندیزونو جوړول.
له مشتریانو سره د لومړنیو اړیکو له ټینګولو څخه تر مذاکراتو، هوکړې، قرارداد لاسلیک او د بلونو تر تحویلۍ پورې د معاملې تعقیبول.
له پخوانیو او اوسنیو مشتریانو سره د دوامداره اړیکو ساتل، د هغوی د رضایت ترلاسه کول او د اوږدمهاله همکاریو زمینه برابرول.
په بازار کې د سیالو رسنیو د اعلاناتي نرخونو، تخفیفونو او ستراتیژیو څارل او د رقابت د پیاوړتیا لپاره د مناسبو تګلارې وړاندیز کول.
د نویو برانډونو او سوداګریزو بنسټونو پېژندل او د اعلاناتو او سوداګریزو همکاریو په موخه ورسره اړیکې ټینګول.
د ټاکل شویو میاشتنیو او کلنیو عوایدو او خرڅلاو موخو ترلاسه کولو لپاره فعال کار کول.
د ورزشي سیالیو او پروګرامونو موندل او د خپرولو لپاره له اړوندو ادارو او تنظیموونکو بنسټونو سره د همکاریو زمینه برابرول.
د ټولو ورزشي سیالیو لپاره د بازار فرصتونو موندل او د احتمالي سپانسرانو او سوداګریزو شریکانو پېژندل.
د ورزشي پروګرامونو او سیالیو لپاره د سپانسرشیپ ځانګړي پکیجونه او وړاندیزونه چمتو کول، څو د شرکتونو او سوداګریزو بنسټونو د همکارۍ علاقه زیاته شي.
د ورزشي پروګرامونو د لیدونکو، رسنیز پوښښ او سوداګریز ارزښت له مخې د اعلاناتو او سپانسرشیپ د عوایدو د زیاتوالي لپاره نوې لارې چارې موندل.
د بازار د اړتیاوو او د مشتریانو د غوښتنو له مخې د اعلاناتو او سپانسرشیپ د نویو کڅوړو او خدماتو د رامنځته کولو وړاندیز کول.
د ساحوي لیدنو، مذاکراتو او لاسته راوړنو په اړه ورځني، اونیز او میاشتني راپورونه چمتو کول او اړوند آمریت ته سپارل.
د بازارموندنې، عوایدو پراختیا، مشتریانو جذب او سپانسرشیپ په برخه کې د اړوند آمریت له لوري د سپارل شویو نورو ورته دندو ترسره کول.
مدیریتي او همآهنګي دندې:
